rtl

د اجناسو د محاسبې عمومي مدیر


کورپاڼه | دندې | د اجناسو د محاسبې عمومي مدیر



د پای نېټه:

22nd-July-2026


د دندې ځای kabul
کټګوري Management
د قرارداد بڼه 1
ویکنسي نمبر 1
د دندو شمېر
جنسیت نارينه
د قرارداد موده Permanent
کاري تجربه 2+ years کال
د استولو ایمېل jobs@uwass.gov.af


د دندې اساسي هدف:
په ټولو ډیپوګانو کې د موجودو توکو څارنه او ساتنه، د اړوندو چارو تنظیم، د شتمنیو کلنۍ فزیکي موجودي ترسره کول، د توکو د کارتونو پر وخت ترتیب او د جنسي بیلانس بشپړول.

اساسي مسؤلیتونه:

د مالي آمریت سره په همغږۍ د کلني تدارکاتي او مالي پلان په جوړولو کې همکاري کول.
د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو جنسي راپورونو پر وخت ترتیب او مالي آمریت ته یې وړاندې کول.
د توکو د فایلونو د تنظیم سیستم برابرول.
د هر مالي کال په پای کې د مالي آمریت په همکارۍ د توکو بیلانس ترتیبول.
د توکو استهلاک د هغوی د ګټور عمر او موجودو اسنادو پر بنسټ په منظم ډول تطبیقول.
د تحویلدار او معتمدینو د ذمت اسناد په ربعوار ډول ترتیبول.
له داخلي او بهرنیو مفتشینو سره د قانوني اسنادو په وړاندې کولو کې همکاري کول.
د منظور شوي تدارکاتي پلان مطابق د مختلفو برخو اړتیا وړ توکو غوښتنه پر وخت کول.
د ټاکل شوي وخت مطابق د تحویلخانو او ډیپوګانو څارنه او ارزونه کول.
د تحویلخانو او ډیپوګانو کې د موجودو توکو اړوند چارې تنظیمول.
د تحویلخانو کلنۍ موجودي ترسره کول او کلنی فزیکي بیلانس جوړول.
د اداري اسنادو ترتیب او پر وخت طی مراحل کول.
له تحویلخانو څخه د وتونکو توکو د وېش څارنه کول.
د اړوندو فرمانونو او مصوبو عملي کول.
د اسنادو پر بنسټ پر وخت او قانوني اجراآت ترسره کول.
د اړوندو مسؤلینو او ریاست مقام د قانوني لارښوونو منل او نور سپارل شوي قانوني کارونه ترسره کول.

مدیریتي دندې:

د عمومي جنسي محاسبې مدیریت د ټاکل شوو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلانونه ترتیبول.
د اړوندې برخې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه میاشتني، ربعوار او کلني راپورونه او د اړتیا پر مهال راپورونه ادارې ته وړاندې کول.
د ادارې د قوانینو، مقرراتو او اهدافو مطابق د صلاحیت لرونکو مسؤلینو له خوا سپارل شوي نورې دندې ترسره کول.

د همغږۍ دندې:

د فټینګ توکو او جنراتورونو د تېلو د وېش په اړه له عملیاتي آمریت سره اړیکه او همغږي تأمینول.
د کاري معلوماتو او جنسي محاسبې اړوند چارو په اړه د کابل زون اوبو رسولو ریاست، مالي آمریت او محاسبې برخې سره اړیکه او همغږي تأمینول.

د استخدام شرایط:

تحصیلي شرایط:

لږ تر لږه د لیسانس سند یا معادل تحصیلي سند لرل په لاندې برخو کې:
اقتصاد، اداره او تجارت، مالي او بانکداري، مدیریت، عامه اداره، حقوق او سیاسي علوم.

یاد سند باید د هېواد د لوړو زده کړو وزارت له خوا تأیید شوی وي.

کاري تجربه:

لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه په مالي برخو کې.

اړین مهارتونه:

د اړوندې برخې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.

په یوه رسمي ملي ژبه (پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې تسلط.

د دندې اړوندو کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت.

Microsoft Office او Visio.

Adobe Photoshop.

د نوماندۍ لارښوونې:

علاقه‌مندان کولای شي خپل خلص سوانح (CV) له غوښتنلیک او د اړوندې دندې د وړتیاوو له ذکر سره د بست د ختمېدو له نېټې مخکې ورکړل شوي ایمیل ته واستوي.

په ایمیل سرلیک یا غوښتنلیک کې باید د بست نوم او د بست شمېره ولیکل شي، که نه نو غوښتنلیک به ونه منل شي.

یادونه:
له ټاکل شوې وروستۍ نېټې وروسته ترلاسه شوي CV ګانې نه منل کېږي.

یوازې هغه نوماندان چې د پورته شرایطو مطابق وي، د تحریري ازموینې او مرکې لپاره به ور وبلل شي.

بله یادونه:
هغه نوماندان چې د اعلان موده یې له لاسه ورکړې وي، کولای شي د علاقې په صورت کې خپل CV یا خلص سوانح تر درې ورځو پورې په حضوري ډول د بشري سرچینو څانګې ته وسپاري.