rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت کې د درېیو اداري بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه

1405/04/02

د شایسته‌سالارۍ د اصل د پلي کېدو، د آزادې سیالۍ د زمینې د برابرولو او وړ او مسلکي کدرونو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د خپلو درېیو اداري بستونو لپاره د تحریري ازموینې بهیر د شرکت د اداري چارو رئیس ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني، د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي ضیاءالحق همتي، د سوداګریزو چارو رئیس ښاغلي انجنیر عبدالمتین مطمئین، د فاضلابو چارو رئیس ښاغلي انجنیر فایق الله جمال او د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استازي ښاغلي اکمل منګل په حضور کې، د ازموینو کمېټې تر څارنې لاندې ترسره شو.

په دې پړاو ازموینو کې له ۲۵ څخه زیاتو شرایطو پوره کوونکو نوماندانو ګډون کړی و او د مزارشریف د سوداګریز آمر، د سوداګریز ریاست د پانګونې جلب کارپوه او د کندهار د معدني اوبو د تولید فابریکې د آمر بستونو لپاره یې سیالي ترسره کړه.

ټاکل شوې ده، له ګډونوالو څخه هغه درې تنه چې د تحریري او تقریري ازموینو پړاوونه په بریالیتوب سره بشپړ، لوړې نمرې ترلاسه او د ازموینو کمېټې ټاکلي معیارونه پوره کړي، په یادو بستونو کې پر دندو وګومارل شي.