rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو پروژو څارنه؛ شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ ...



د اوبو رسولو پروژو څارنه؛ شاوخوا ۱۴۰۰ کورنۍ به د څښاک له صحي اوبو څخه برخمنې شي

1405/04/03

د کابل ښار د کارته سخي سیمې د اوسېدونکو د څښاک د صحي اوبو د ستونزو د حل په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د شرکت د عملیاتي چارو رئیس انجنیر نصیر احمد احمدي، د تخنیکي چارو رئیس انجنیر ندي الله نیازی او د کابل زون د اوبو رسولو رئیس انجنیر شفیع‌الله زاهدی په ملتیا، یاده سیمه له نږدې وکتله او له ځايي خلکو سره یې مستقیمې خبرې وکړې.

د شرکت اجرائیوي رئیس د کارته سخي سیمې له مشرانو او سپین ‌ږیرو سره د میر زمان خان په جومات کې وکتل. په دې لیدنه کې د سیمې اوسېدونکو د څښاک د صحي اوبو د کمښت ستونزې له مسؤلینو سره شریکې کړې او څرګنده یې کړه چې نږدې ۱۴۰۰ کورنۍ په دې سیمه کې د اوبو له کمښت سره مخ دي. هغوی د شرکت له مشرتابه څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسېدنه وشي.

د شرکت اجرائیوي رئیس د ځايي استازو د وړاندیزونو او نظریاتو له اورېدو وروسته وویل: «ژر به د شرکت تخنیکي ډلې سیمه وګوري او له اړینو ارزونو وروسته به د موجودو ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې په پام کې ونیول شي.»

همدارنګه، اجرائیوي رئیس او مل پلاوي د اوبو رسولو له روانو پروژو څخه هم څارنه وکړه، چې په کې د چمن حضوري له ساحې څخه تر ابن ‌سینا روغتون پورې د انتقالي پایپ پروژه، په دهمزنګ سیمه کې د شبکې پراختیا او د سیلو او دهبوري په مسیرونو کې د پایپونو تعویض شامل و، او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ژمن دی چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو شبکې پراخې کړي، څو د ښار اوسېدونکو ته د صحي څښاک اوبو دوامداره لاسرسی باوري کړي.