rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ځان‌ بساینې پر لور یو بل مهم ګام؛ د ۶۰۰ ملي...



د ځان‌ بساینې پر لور یو بل مهم ګام؛ د ۶۰۰ ملي‌ متره څخه د لوی قطر اوبو رسولو پایپونو تولید

1405/04/08

دامارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند   ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت، د تولیدي ظرفیتونو د پراختیا او ځان‌بساینې د تحقق په موخه، په پام کې لري چې د اوبو رسولو شبکو لپاره د اړتیا وړ پولی‌اتلین پایپونو د تولید فابریکه د دغه شرکت په چوکاټ کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

دغه طرحه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، په نوښت او لارښوونه ترتیب شوې ده.

د همدې موخې لپاره، د شرکت مشرتابه پلاوي د تخنیکي رئیس ښاغلي انجنیر ندي‌الله نیازي، د عملیاتي رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي او د تجارتي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالمتین مطمئن په ملتیا، د کابل ښار د امین ‌آباد سیمې څخه د فابریکې د جوړېدو د مناسب ځای د تثبیت په موخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

د شرکت اجرائیوي رئیس د یادې لیدنې پر مهال، د دې طرحې د موخو او جزئیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په لومړي پړاو کې به په دې فابریکه کې د اوبو رسولو د بېلابېلو پروژو د اړتیاوو سره سم، د بېلابېلو قطرونو او اندازو پولی‌اتلین پایپونه تولید شي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به د ۶۰۰ ملي ‌متره څخه د لوی قطر لرونکي پولی‌اتلین پایپونه هم په بر کې ونیسي، چې د هغو په تولید سره به د شرکت د اوبو لېږد شبکو د اړتیاوو لویه برخه په هېواد دننه پوره شي او د دغو پایپونو پر وارداتو به د پام وړ اتکا راکمه شي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسؤلینو تل د خدمتونو د کیفیت لوړولو، د تخنیکي زیربناوو د پراختیا او د کورنیو ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه هڅې کړې دي. د دغې فابریکې جوړول د ځان ‌بساینې، د لګښتونو د کمولو او د هېواد د اوبو رسولو پروژو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.