rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو امارتی شرکت او ګرین روت شرکت ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو

1405/04/09

د چاپېریال د ساتنې، تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو او د فاضلابو د تصفیه په برخه کې د خدماتو د کیفیت د ښه والي په موخه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست  اړوند  ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د ګرین روت شرکت ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم د دې همکارۍ په جریان کې ټینګار وکړ چې د دې تفاهم‌لیک ټولې چارې باید په معیاري او تخنیکي ډول تطبیق شي.

همدارنګه نوموړي د هېواد پر پرمختګ او ابادۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:  عامه ګټې باید پر فردي او شخصي ګټو وړاندې وي، او د پروژو اصولي تطبیق کولی شي د هېواد د زیربنايي خدماتو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

د دې تفاهم‌لیک له مخې، د اوبو رسولو امارتي شرکت ژمن دی چې د ګرین روت شرکت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د هغوی د مهارتونو د زیاتوالي لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرامونه تطبیق کړي.

له بلې خوا، د ګرین روت شرکت ژمن دی چې د دې همکارۍ په چوکاټ کې خپل د فاضلابو د تصفیې سیستم د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو مطابق لوړ کړي. دغه تصفیه‌خانه د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ۱۵۰۰ متر مکعب فاضلابو د تصفیې ظرفیت لري، او د دې تفاهم‌لیک په عملي کېدو سره به د هغې د کار د موثریت او اغېزمنې استفادې زمینه برابره شي.

دواړو لورو مسؤلینو دغه تفاهم‌لیک د چاپېریال ساتنې، د فاضلابو د زیربناوو د پراختیا او د هېواد د فاضلابو د مدیریت د سیستم د ښه‌والي په لور یو مهم او بنسټیز ګام وباله او د هغه پر عملي، معیاري او اغېزمن تطبیق یې ټینګار وکړ.