rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت او هریرود ساختماني ...



د اوبو رسولو امارتي شرکت او هریرود ساختماني شرکت ترمنځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو

1405/04/09

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او هریرود ساختماني شرکت ترمنځ د فاضلابو د غیرمتمرکزې تصفیه‌خانې د سروې، طرحې، ډیزاین، د ټولو تخنیکي اسنادو د برابرولو، د تطبیق بهیر د تخنیکي څارنې او د سیستم د ساتنې او مراقبت اړوند د روزنې په موخه د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک شو.

د دې تفاهم‌لیک له مخې، د فاضلابو د یوې غیرمتمرکزې تصفیه‌خانې سیستم به رامنځته شي، چې فاضلاب به د فزیکي او بیولوژیکي تصفیې د معیاري میتودونو له لارې تصفیه کوي د دغه سیستم له لارې تصفیه شوې اوبه به د شنو ساحو د خړوبولو لپاره وکارول شي یاده تصفیه‌خانه په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ متر مکعب فاضلابو د تصفیې وړتیا لري.

همدارنګه، هریرود ساختماني شرکت مکلف دی چې د پروژې له بشپړېدو وروسته، د تفاهم‌لیک له مفادو سره سم، د پروژې د ټول ارزښت اووه سلنه (۷٪) د تعرفې په توګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ته ورکړي.

په پای کې، د دواړو لورو مسؤلینو هیله څرګنده کړه چې د دې تفاهم‌لیک په عملي کېدو سره به په هېواد کې د فاضلابو د غیرمتمرکزو تصفیه‌سیستمونو د پراختیا، له تصفیه شوو اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د چاپېریالي ککړتیاوو د کمښت او د اوبو د سرچینو د غوره مدیریت لپاره لا ډېر مناسب فرصتونه برابر شي.