rtl
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې غونډه، د اجرائیوي
کمېټې د رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، په مشرۍ او د اجرائیوي کمېټې د غړو،
د مرکزي ریاستونو د رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، د
اجرائیوي ریاست د دفتر آمر، ښاغلي قاري شکیل احمدخیرخواه ذاهب، د تېرې اجرائیوي کمېټې
غونډې د پرېکړو د تطبیق او ترسره شویو اجراآتو راپور ګډونوالو ته وړاندې کړ.
ورپسې، د ښاري اوبو رسولو
او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د اجرائیوي
کمېټې د پرېکړو او صادر شویو احکامو د ټاکلي وخت په چوکاټ کې پر اغېزمن تطبیق او د
نافذه اصولو او مقرراتو د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دوام کې، د اجرائیوي
کمېټې غړو د غونډې د اجنډا پر موضوعاتو، چې په کې د پیرودونکو د خدمتونو د کړنلارې
تعدیل، د پیرودونکو د جغرافیایي موقعیتونو (GPS) ثبت، د شرکت د
قراردادي کارکوونکو اړوند موضوعات، تدارکاتي چارې، د کابل ښار د اوبو د ضایعاتو
محاسبه او د فاضلابو د تصفیهخونو تعرفې شاملې وې، هر اړخیز بحث او د نظرونو
تبادله وکړه.
د غونډې په پای کې، د یادو
موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې د اجرائیوي کمېټې له لوري تصویب شوې او د عملي کېدو
لپاره اړوندو مسؤلینو ته وسپارل شوې.