rtl
د ګډو همکاریو د پراختیا او د اوبو رسولو
خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه، د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ترمنځ
د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.
د دغه تفاهم لیک موخه د اوبو رسولو په برخه کې
د تخنیکي او اجرایي همکاریو پیاوړتیا، څښاک پاکو اوبو ته د ښاریانو د لاسرسي ښه
والی، د اوبو رسولو د تأسیساتو د پراختیا او بیارغونې ملاتړ، او د روان کال په اوږدو
کې د ګډو پروګرامونو، په ځانګړي ډول د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پلي
کول دي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د دغه تفاهم لیک لاسلیک د نړیوالو
همکاریو د لا پیاوړتیا او د هېواد د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو اغېزناک
ګام وباله. نوموړي هیله څرګنده کړه چې د دغه تفاهم لیک بریالۍ پلي کېدل به څښاک
پاکو اوبو ته د لا ډېرو ښاریانو د لاسرسي زمینه برابره او د اوبو رسولو د خدمتونو
کیفیت به نور هم لوړ کړي.
بل لور ته، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د اوبو او
روغتیا همغږي کوونکي، ښاغلي نیک راو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له
مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د تېرو کلونو په اوږدو کې د شرکت له مسؤلینو سره د
هر اړخیزو همکاریو د اغېزمنتیا په پام کې نیولو سره هیله لري چې په راتلونکې کې به
هم د دواړو لورو ګډې همکارۍ لا زیاتې بریاوې او د پام وړ لاسته راوړنې ولري.