rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) د پیاوړتیا په موخه د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو په ګډون د همغږۍ او سلا مشورې غونډه ترسره شوه

1405/04/15

د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) د پیاوړتیا په موخه د همغږۍ او سلا مشورې غونډه، د ۵۵ ملي او نړیوالو بنسټونو، مؤسسو، د ملګرو ملتونو د ادارو او نورو اړوندو غیرامارتي بنسټونو د استازو په ګډون، د څښاک پاکو او خوندي اوبو او فاضلابو د مدیریت په اړه، د دوامدارې پراختیا د شپږم هدف (SDG6)  د ټولو لپاره پاکې اوبه او روغتیايي حفظ‌الصحې د ملاتړ په موخه، د اقتصاد وزارت، د امارتي شرکتونو د لوی ریاست او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مسئولینو په حضور کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، د اقتصاد وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي الحاج مولوي محمد عالم جمیل، د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت  د څښاک اوبو او فاضلابو د خدمتونو د پراختیا پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) رول د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې مهم وباله او د دې کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یې د عملي اقداماتو پر ترسره کولو ټینګار وکړ.

ورپسې، د امارتي شرکتونو د لوی ریاست عمومي رئیس، ښاغلي مولوي احمدجان بلال، د هېواد د څښاک اوبو او فاضلابو د مدیریت په برخه کې شته اړتیاوو ته په اشارې سره، له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره د اوبو رسولو د بنسټیزو زېربناوو د پراختیا او د فاضلابو د خدمتونو د ښه والي په برخه کې اغېزمنه او هر اړخیزه همکاري وکړي.

وروسته، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د اقتصاد وزارت له نوښت او د نړیوال بانک له همکارۍ څخه، چې د دغې غونډې په جوړېدو کې یې ونډه لرله، مننه وکړه او د شرکت د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پروګرامونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، چې تر دې دمه د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د اوبو رسولو د پروژو په پلي کولو کې شوې همکارۍ اغېزمنې او ارزښتناکې وې؛ خو د هېواد د پراخو اړتیاوو په پام کې نیولو سره، دغه همکارۍ بسنه نه کوي او د نورو ملي او نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو د همکارۍ پراختیا اړینه ده.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس د شته ستونزو په اړه وویل، چې د هېواد د وګړو یوه لویه برخه، په ځانګړي ډول د کابل ښار اوسېدونکي، د څښاک خوندي اوبو له کمښت او د فاضلابو د معیاري تصفیه‌خونو له نشتوالي سره مخ دي. نوموړي له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د دغو ستونزو د حل او د اوبو رسولو او فاضلابو د زېربناوو د پراختیا لپاره خپلې همکارۍ او پانګونې لا زیاتې کړي.

هغه د فاضلابو د مدیریت په اړه وویل: د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د پام وړ بنسټیز اقدامات نه وو ترسره شوي؛ خو د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په دې برخه کې لومړني عملي ګامونه پورته شول، د شرکت د فاضلابو چارو په ریاست کې د سروې او ډیزاین مسلکي ظرفیتونه رامنځته شول او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مقام د فرمان له مخې، شرکت پلان لري چې د امارتي او غیرامارتي ادارو، سوداګریزو مجتمعونو، لوړو پوړیزو ودانیو او استوګنیزو مجتمعونو لپاره د فاضلابو معیاري تصفیه‌خانې جوړې کړي.

ورپسې، د تخنیکي ریاست اداري آمر، ښاغلي محسن صادق، او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د فاضلابو چارو رئیس، ښاغلي انجنیر فایق‌الله جمال، په جلا جلا پرېزنټېشنونو کې د اوبو رسولو او فاضلابو د مدیریت د فعالیتونو، لاسته راوړنو، ظرفیتونو او شته ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د فاضلابو چارو رئیس د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: د کابل په ګډون د هېواد په شپږو لویو ښارونو کې د غیرمتمرکزو فاضلابو سیستمونو د جوړولو لپاره مناسبې ساحې مشخصې شوې دي؛ خو د دغو پروژو پلي کول د ملي او نړیوالو تمویلوونکو بنسټونو مالي ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، د یونیسف استازي هم د یوه پرېزنټېشن له لارې د اوبو، روغتیايي حفظ‌الصحې او فاضلابو په برخه کې د خپلې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ملاتړو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، د اقتصاد وزارت د دوامدارې پراختیا د موخو رئیس، ښاغلي الحاج لعل‌محمد ولي‌زاده، د غونډې د بحثونو له راټولولو وروسته، غونډه رغنده او ګټوره وبلله او د ملګرو ملتونو له ادارو، نړیوالو مؤسسو او نورو پراختیايي شریکانو یې وغوښتل، چې د افغانستان د اوبو کمېټې (AWAP) په چوکاټ کې د غړیتوب او فعال ګډون له لارې د دوامدارې پراختیا د شپږم هدف د تحقق لپاره خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. نوموړي همدارنګه د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه، د نړیوال بانک په همکارۍ د ورته همغږیزو غونډو پر دوام ټینګار وکړ.