rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | ...



د اوبو رسولو امارتي شرکت ۹۰ کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز بهیر پیل شو

1405/04/20

د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو، د پوهې او کاري مهارتونو د کچې د پیاوړتیا، د نویو مدیریتي معیارونو د پلي کولو او د چارو د اجرایي بهیر د چټکتیا په موخه، د اوبو رسولو امارتي شرکت د شپږو زونونو او د زرنج ریاست ۹۰ کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې، راپور لیکنې او پروپوزل لیکنې په برخو کې د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز بهیر پیل شو.

د دي بهیر په پرانیستغونډه کې، د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د ظرفیت لوړونې د اهمیت او د شرکت د فعالیتونو په ښه والي کې د هغې د ارزښت په اړه وینا وکړه او ویې ویل:

بریالي شرکتونه د وړ او بااستعداده کارکوونکو په مټ رامنځته کېږي؛ له همدې امله، د شرکت پرمختګ، پراختیا او بریا د کارکوونکو له پوهې، مهارت او ژمنتیا سره مستقیمه اړیکه لري.

نوموړي زیاته کړه: علم پای نه لري او په نړۍ کې د پوهې او ټکنالوژۍ د تولید بهیر په بې‌ساري چټکتیا سره روان دی. له همدې امله، زموږ دنده ده چې د علم په زده کړه، د تخصصي مهارتونو په پراختیا او له نوو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل مسلکي ظرفیتونه لوړ کړو، ترڅو د شرکت په وده او پراختیا او هېواد ته د اغېزمن خدمت په وړاندې کولو کې ارزښتناک رول ولوبوو.

ورپسې، د شرکت اداري رئیس، ښاغلي شیخ سمیع‌الله نورستاني، د دې بهیر موخه د کارکوونکو د تخصصي ظرفیتونو لوړول او د «کار اهل ته سپارل» وبلله او ویې ویل، هر کارکوونکی باید د خپلې دندې او مسؤلیت له مخې اړینه پوهه، مهارت او وړتیا ولري.

هغه زیاته کړه چې د اوبو رسولو امارتي شرکت هڅه کوي د روزنیزو او ظرفیت لوړونې بهیرونو په ترسره کولو سره د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د پراختیا زمینه برابره کړي او هغوی له نویو معیارونو، کاري میتودونو او دندو له اړتیاوو سره همغږي کړي.

د شرکت اداري رئیس هیله څرګنده کړه چې یاد بهیر به مطلوبې پایلې ولري او ګډونوال به وکولای شي له وړاندې شویو مطالبو څخه په غوره توګه ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړه، د بهیر د اغېزمنتیا د ارزونې په موخه به د بهیر په پای کې له ګډونوالو څخه ارزونه هم ترسره شي، ترڅو د «کار اهل ته سپارلو» موخه په عملي توګه تحقق ومومي.

په پای کې، روزنیز بهیر د شرکت د تجارتي ریاست د څېړنې او پراختیا آمر، ښاغلي مسلم داودزي او د پلان او پالیسۍ  کارپوه  ښاغلي  انجنیر عمران ملکزاده، له لوري پیل شو او د روزنیزې اجنډا اړوند موضوعات ګډونوالو ته په تخصصي ډول وړاندې شول، چې په ترڅ کې یې د ګډونوالو او روزونکي ترمنځ د نظرونو تبادله او هر اړخیز بحثونه هم ترسره شول.