rtl
د اوبو رسولو امارتي شرکت د کارکوونکو
د ظرفیت لوړولو څلور ورځنی پروګرام، چې د پلان جوړونې، راپور لیکنې او پروپوزل
لیکنې په برخو کې جوړ شوی و، د اختتامیه مراسمو په ترسره کېدو سره پای ته ورسېد.
دغه پروګرام د مسلکي مهارتونو د لوړولو او د هېوادوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې
کولو د کیفیت د ښه والي په موخه د شرکت نږدې ۹۰ تنو کارکوونکو ته جوړ شوی و.
د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي
رئیس محترم مولوي غلامالرحمن کظیم، د دغه پروګرام د اختتامیه مراسمو پر مهال
وویل: اوبه د ژوند سرچینه ده او د هغې د برابرولو مسؤولیت زموږ پر غاړه دی؛ له
همدې امله باید هېوادوالو ته د اوبو رسولو خدمتونو په وړاندې کولو کې له زیات
مسؤولیت احساس سره او پرته له ځنډه کار وکړو.
نوموړي زیاته کړه: «د ظرفیت لوړول د
کارکوونکو د ناپوهۍ یا ناتوانۍ معنا نه لري، بلکې د لا ډېرو زدهکړو، د مسلکي پوهې
د تازه ساتلو او د هېوادوالو لپاره د خدمتونو د کیفیت د لوړولو یو فرصت دی.»
د اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي
رئیس همدارنګه د دې پروګرام ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د شرکت اداره به هڅه وکړي، څو
په لومړي فرصت کې د دې روزنیز پروګرام د زدهکړو د عملي کولو لپاره لازم امکانات،
تجهیزات او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې، د شرکت اداري رئیس محترم شیخ
سمیعالله نورستاني، د استادانو او ګډونوالو له همکارۍ او هڅو څخه د مننې ترڅنګ، د
بشري ځواک د ظرفیت لوړولو او د اوبو رسولو خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره د
دوامداره زدهکړو پر اهمیت ټینګار وکړ او د روزنیز پروګرام په بهیر کې یې د
کارکوونکو د ژمنتیا، همکارۍ او فعال ګډون ستاینه وکړه.
د مراسمو په پای کې، د ګډونوالو د هڅو
او همکاریو د درناوي په موخه، د هغوی د فعال ګډون او هڅو په بدل کې ستاینلیکونه
ورکړل شول.