rtl
د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزير، ښاغلي
حاجي ملا محمد ناصر آخند، د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت له اجرائیوي رئيس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، سره د ماليې
وزارت په مقر کې وکتل او خبرې اترې يې وکړې. په دې غونډه کې د ماليې وزارت د
برنامو د تحليل، پاليسيو او د مرستو د انسجام عمومي رئيس، ښاغلي محمد نعيم هوتک، د
ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
تخنيکي رئيس، ښاغلي انجنير ندي الله نيازي، او شرکت د فاضلابو رئيس، ښاغلي انجنیر فايقالله جمال، هم ګډون درلود.
د دې غونډې موخه په مرکز او ولايتونو کې د اوبو
رسولو خدمتونو پراختيا، د ښاري فاضلابو مديريت او د اوبو د بنسټيزو پروژو لپاره د
مالي سرچينو برابرول وو.
د غونډې په پيل کې، د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئيس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د شرکت د
فعاليتونو، لاسته راوړنو، بشپړو شويو پروژو، روانو پروژو، راتلونکو پراختيايي
پلانونو او هغو پروژو په اړه چې تمويل ته اړتيا لري، هر اړخيز راپور وړاندې کړ.
نوموړي د هېواد د اوبو د سرچينو وضعيت هم تشريح کړ او ويې ويل چې اقليمي بدلونونه،
پرلهپسې وچکالۍ او د سطحي اوبو له سرچينو څخه د اغېزمنې ګټې اخيستنې محدوديتونه د
اوبو رسولو خدمتونو د پراختيا پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.
د شرکت اجرائیوي رئيس زياته کړه چې دغه اداره د
هېواد ټولو ښاريانو ته د څښاک صحي اوبو د برابرولو لپاره ګڼ بنسټيز پروګرامونه او
پروژې طرحه کړې دي؛ خو د مالي سرچينو کمښت او د کافي تمويل نشتوالي د دغو پروګرامونو
د پلي کېدو بهير له ځنډ سره مخ کړی دی. نوموړي د ماليې وزارت له مشرتابه وغوښتل چې
د ملي او نړيوالو تمويلوونکو، په ځانګړي ډول د اوبو په سکټور کې د فعالو بنسټونو
سره د همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
ورپسې، د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزير،
ښاغلي حاجي ملا محمد ناصر آخند، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د
مسئولينو له هڅو او لاسته راوړنو څخه د مننې ترڅنګ ټينګار وکړ چې د څښاک صحي اوبو
ته د خلکو لاسرسی د ټولنې له اساسي اړتياوو او د افغانستان اسلامي امارت له مهمو
لومړيتوبونو څخه دی. نوموړي زياته کړه چې د اوبو او فاضلابو د بنسټيزو زېربناوو
پراختيا د عامې روغتيا د ښه والي، اقتصادي ودې او د خلکو د هوساينې په برخه کې مهم
رول لري.
همدارنګه د ماليې محترم وزير ډاډ ورکړ چې دغه
وزارت به د اوبو د بنسټيزو پروژو د مالي سرچينو د برابرولو په موخه له کورنيو او نړيوالو
تمويلوونکو بنسټونو سره اړينې همغږۍ ترسره کړي او هڅه به وکړي چې د پراختيايي
همکارانو، په ځانګړي ډول د نړيوال بانک (World Bank)،
د اسيا پراختيايي بانک (Asian Development Bank –
ADB)، د اسلامي پراختيايي بانک (Islamic Development Bank – IsDB) او
د اوبو په سکټور کې د نورو فعالو نړيوالو بنسټونو ملاتړ راجلب کړي، څو د هېواد په
کچه د اوبو رسولو او فاضلابو د مديريت بنسټيزې پروژې له اړين مالي ملاتړ څخه برخمنې
شي او د دې برخې ستونزې په اغېزمنه توګه راکمې شي.
د غونډې په پای کې، دواړو لوریو د ماليې وزارت
او د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ترمنځ د ګډو همغږيو پر دوام، د
معياري طرحو پر چمتو کولو، د پانګونې پر جلبولو او د تمويلوونکو بنسټونو د همکاريو
له فرصتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخيستنې ټينګار وکړ او د څښاک صحي اوبو د خدمتونو
پراختيا يې د هېواد له اساسي لومړيتوبونو څخه وبلله.