rtl
امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د اوبو رسولو
او فاضلابو امارتي شرکت د خالي بستونو د وړ او مسلکي کادرونو د جذب په موخه، د
آزادې سیالۍ له لارې د عملیاتي ریاست اړوند
د ولایتونو د همغږۍ آمر بست او د تخنیکي ریاست اړوند د پروژو د نظارت او تطبیق آمر
بستونو لپاره تحریري ازموینه ترسره کړه.
دغه ازموینه د اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت د اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د
استازي ښاغلي اکمل منګل او د ازموینو د اخیستلو د موظفې کمېټې تر مستقیمې څارنې
لاندې ترسره شوه، چې پکې له ۳۰ څخه زیاتو پر شرایطو برابرو ګډونوالو
برخه اخیستي وه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د ازموینې له بهیر څخه د لیدنې پر
مهال، ټولو ګډونوالو ته د بریا هیله وکړه او څرګنده یې کړه چې د استخدام په پروسه
کې د شفافیت، عدالت او وړتیا اصل ته ژمنتیا لري.
نوموړي زیاته کړه: د آزادې سیالۍ بهیر ټولو وړ
او تحصیل کړو ځوانانو ته، پرته له قومي، مذهبي او یا بل هر ډول تړاو څخه، د ګډون
مساوي فرصت برابروي. موږ ژمن یو چې مسؤلیتونه به اهل او وړ کسانو ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې د دې پړاو له ګډونوالو څخه
به دوه تنه، د تحریري او تقریري ازموینو له بریالي ترسره کولو وروسته، د موظفې کمېټې
له ارزونې وروسته انتخاب او په یادو بستونو کې به وګمارل شي.