rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د کابل د دوامدارو اوبو رسولو لپاره نوي ګامون...



د کابل د دوامدارو اوبو رسولو لپاره نوي ګامونه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مشرتابه د اوبو او انرژۍ له وزیر سره وکتل

1405/05/13

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم، د اوبو او انرژۍ له وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده سره وکتل او د کابل ښار د اوبو رسولو مهمو پروګرامونو، ستراتیژیکو پروژو او د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د اوبو رسولو مهمو پروژو، په ځانګړې توګه کابل ښار ته د پنجشېر سېند له اوبو څخه د اوبو د لېږد پروژې، د شاه‌توت او شاه او عروس بندونو پروژو او همدارنګه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي غلام‌الرحمن کظیم د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د کابل ښار د اوسېدونکو، د اوبو اړتیا ته په اشارې وویل، د ځمکې لاندې د اوبو د سطحې د ټیټېدو له امله شرکت د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د خپلو شبکو د پراختیا لپاره د اوبو لا ډېرو سرچینو ته اړتیا لري.

ورپسې د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د یادو پروژو د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د پنجشېر د اوبو لېږد پروژې د ډیزاین د ارزونې لپاره یو تخنیکي کمېټه ټاکل شوې، څو د پروژې د مطالعاتو، ډیزاین او راتلونکو پړاوونو اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزیر د شاه‌توت بند پروژې په اړه څرګنده کړه چې د دې پروژې لومړني پړاوونه بشپړ شوي او ټاکل شوې د روان کال تر پایه یې عملي چارې پیل شي. نوموړي زیاته کړه، ډېر ژر به د شاه او عروس بند ټاکل شوې اندازه اوبه هم د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په واک کې ورکړل شي.

په دې ناسته کې د کابل ښار د اوبو رسولو خصوصي شرکتونو د شبکو د تنظیم څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسؤلینو ټینګار وکړ چې د دې برخې تنظیم او مدیریت د شرکت له قانوني صلاحیتونو څخه دی او هڅه کېږي چې په کابل ښار کې د اوبو رسولو خدمتونه د همغږۍ، تخنیکي معیارونو او غوره کیفیت له مخې وړاندې شي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مشرتابه تل د اوبو رسولو د خدمتونو پر پراختیا، د اوبو سرچینو پر اغېزمن مدیریت او له اړوندو ادارو سره پر همکارۍ ټینګار کړی، ترڅو هېوادوالو ته، په ځانګړې توګه د کابل ښار اوسېدونکو ته، د څښاک پاکې او خوندي اوبه برابرې شي.