rtl
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې
د بدخشان ولایت مرکز، فیض آباد ښار د پوهنتون زیرپل د اوبو رسولو پروژې په داوطلبۍ
کې ګډون وکړي، چې د داوطلبۍ نمبر یې UWASS-SOC/1404/NCB/W/001 دی.
علاقهمند داوطلبان کولای شي د اړوند شرطنامې نقل د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق، په سرتړلي ډول، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنټي (آنلاین) آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. د یادې پروژې د آفرونو د پرانستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو ، په هغه نېټه چې په شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.