rtl
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو پوره
کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د چاریکار ښار د ۱۲مې جوارپارچې سیمې د اوبو
رسولو شبکې د پروژې په داوطلبۍ کې، ګډون وکړي.
په شرایطو برابر
داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطپاڼې نقل د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه
ترلاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د
اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې،
په سرتړلي ډول د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د
تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې،کارته نو ، سرتپه سیمه کې موقعیت
لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفر پرانیستنې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغې نېټې چې د اړوندې شرطپاڼې په متن کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.