rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د فراه ښار د اوبو رسولو آمریت اړوند د اوبو تولیدي سایټونو د (۳) حلقو ژورو څاه‌ګانو لپاره د لمریزې برېښنا د تدارک او نصبولو پروژې په داوطلبۍ کې، چې د داوطلبۍ شمېرې (UWASS/1405/NCB/G/002) لاندې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطپاڼې نقل د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو ، په سرتړلي ډول د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سرتپه سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د یادې پروژې د آفر پرانیستنې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغې نېټې چې د اړوندې شرطپاڼې په متن کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.