rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت،  ټولو  شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د لاندې پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي: لومړی لاټ: د کندز زون د اوبو رسولو ریاست اړوند د بغلان ولایت د پلخمري ښار د اوبو رسولو آمریت د ترانسفارمرونو لپاره د (CT او PT) برېښنايي وسایلو د ۱۴ قلمو د تدارک او نصب پروژه. دویم لاټ: د هرات زون د اوبو رسولو ریاست اړوند د فراه ښار د اوبو رسولو آمریت د تولیدي سایټونو (۳ او ۶) د جنراتوري سیستم لپاره د ۹ قلمو برېښنايي وسایلو د تدارک او نصب پروژه. د داوطلبۍ شمېره: UWASS/1405/NCB/G/001 په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د شرطنامې کاپي د شرکت د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او نافذې کړنلارې سره سم، په سرتړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو سرتپه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او یا د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي. د یادې پروژې د آفر پرانیستې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.