rtl
کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د ننګرهار ولایت د مرکز جلالآباد ښار د عربانو او بابریانو سیمو د اوبو رسولو شبکې د بدلولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د شرطنامې کاپي د شرکت د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او نافذې کړنلارې سره سم، په سرتړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو سرتپه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او یا د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفر پرانیستې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.