rtl
د امارتي شرکتونو لوی ریاست
اړوند ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو لرونکو
داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د فاریاب ولایت، اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۲۰ متره په
ژوروالي د څښاک پاکو او صحي اوبو د یوې نوې څاه د کیندنې پروژې په داوطلبۍ کې، چې
د UWASS-SOC/1405/NCB/W/013 شمېرې لاندې اعلان شوې، ګډون وکړي.
علاقهمند داوطلبان
کولای شي د شرطنامې کاپي د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل
آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو
له نېټې څخه تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، په سر تړلي ډول د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د
کابل ښار اتمې ناحیې، کارته نو ، سرتپه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او یا د
انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په شرطنامه کې درج شوې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.