rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د هرات ښار او فراه ښار د اوبو رسولو د تولیدي ساحو لپاره  څښاک د پاکو او صحي اوبو د څلورو ژورو څاه‌ ګانو د کیندلو پروژې په داوطلبۍ کې، چې د UWASS-SOC/1405/NCB/W/002 شمېرې لاندې اعلان شوې، ګډون وکړي. علاقه‌مند داوطلبان کولای شي د شرطنامې کاپي د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر۱۴ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، په سر تړلي ډول د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سرتپه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او یا د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې د شرطنامې په اسنادو کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست دغونډو په تالار کې ترسره شي.