rtl
امارتي شرکتونو لوی ریاست
اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو
لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د کابل زون د اوبو رسولو ریاست په انګړ کې د
هنګر (ګدام) د جوړولو پروژې په داوطلبۍ کې، چې د UWASS-SOC/1405/NCB/W/014 شمېرې
لاندې اعلان شوې، ګډون وکړي.
علاقهمند داوطلبان کولای شي د شرطنامې کاپي د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، په سر تړلي ډول د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سرتپه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او یا د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې د شرطنامې په اسنادو کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډوپه تالار کې ترسره شي.