د عدلیې وزارت د کمپلکس د فاضلابو د تصفیې خانی جوړول
موخې:
دا غیرمتمرکز د فاضلابو د تصفیې سیستم د دولتي ادارې لپاره (د عدلیې وزارت کمپلکس) په پام کې نیول شوی وو.
د دې پروژې اساسي موخه د فاضلابو راټولول، لېږد، تصفیه او د تصفیه شوو فاضلابو بیا کارونه د بېلابېلو موخو لپاره دي، چې ټول به د یوه واحد مدیریت تر چتر لاندې ترسره کېږي. په دې پروژه کې اقتصادي، بنسټیز، چاپېریالي، ټولنیز او روغتیايي فکتورونه په پام کې نیول شوي او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم طرحه شوې ده. دا د فاضلابو د تصفیې سیستم عملي، د هېواد له شرایطو سره برابر، د لږې انرژۍ اړتیا لرونکی او داسې دی چې د ساتنې او پالنې لپاره ماهرو کسانو ته اړتیا نه لري.
د پروژې ځای
کابل
دپروژې حالت
بشپړې شوې
د پیل نېټه
2026-01-12 09:23:22
د پای نېټه
2026-01-12 09:23:22
د پروژې تمویل کوونکی
Toofan Shahr Construction Company
دپروژې قیمت
936,970.00 AF
تر پوښښ لاندې نفوس
1000