rtl


د میربازار د څښاک اوبو رسولو پروژه
د پروژې تفصیل
د اوبو رسولو د دې مهمې پروژې ټولې رغنیزې او تخنیکي چارې په بریالۍ توګه پای ته رسېدلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د پروژې په اوږدو کې، شاوخوا ۱۷ کیلومتره د اوبو رسولو نوې شبکه غځول شوې او دسیمې ۶۰۷ کورنیو ته معیاري مېټرونه نصب شوي دي.د سیسټم د دوامداره او پاکې انرژۍ د تامین په موخه، د ۱۱۶ کیلو واټه لمریزې برېښنا (سولر) سیسټم له ۴ پایو انورټرونو او ۱۲ دانې ۲۵۰ واټه بطریو سره یوځای په بشپړ ډول فعال شوی دی. د اوبو د ذخیرې د ظرفیت لوړولو لپاره، د ۲۰۷ متره مکعبه په حجم یوه نوې زېرمه ودانې شوې او ترڅنګ یې د ۴۰۰ متره مکعبه بله موجوده غیر فعاله زېرمه له اساسي بیاغونې او ترمیم وروسته له نوې شبکې سره نښلول شوې ده.د اوبو د سرچینې د تامین لپاره دوه حلقې نوې څاه ګانې له ټولو تخنیکي ملحقاتو سره کیندل شوې او فعالې شوې دي. د دې ترڅنګ، ۴ بابه نوې خونې (د محافظ او کنټرول، دوه بابه د څاه ګانو او د بوستر پمپ خونه) په پاخه ډول رغول شوې دي. د اوبو د منظم جریان لپاره، یو پایه ۳۰ کیلو واټه بوستر پمپ، یو پایه ۳۰ کیلو واټه سبمرسیبل او یوه پایه ۷ کیلو واټه سبمرسیبل پمپ په مسلکي توګه نصب او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.یاده پروژه اوس مهال په بشپړ او فعال تخنیکي وضعیت کې قرار لري او د سیمې اوسېدونکو ته په دوامداره توګه صحي اوبه رسوي.
سلنه
100%
د پروژې ځای کندهار ولایت، کندهار ښار، اوومه ناحیه، د میر بازار سیمه.
دپروژې حالت بشپړې شوې
د پیل نېټه 2024-09-05 00:00:00
د پای نېټه 2026-07-06 00:00:00
د پروژې تمویل کوونکی UNHCR
دپروژې قیمت 30 میلونه افغاني
تر پوښښ لاندې نفوس 8000 families