rtl

سرغړونې


کورپاڼه | سرغړونې



0


د پیرودونکو یا نلدوانانو لخوا د اوبو تأسیساتو کې مداخله: هر ډول غیر قانوني مداخله د اوبو رسولو په تأسیساتو کې د سرغړونی په توګه محاسبه کېږي.

د اوبو بیا پلورل: هېڅ پیرودونکی حق نه لري چې د اوبو شرکت څخه ترلاسه شوې اوبه بیا وپلوري.

د غیر قانوني نلونو تمدید: هېڅ شخص اجازه نه لري چې د اسنادو له بشپړولو پرته، په خپل سر، د توزیعي شبکو څخه نل تمدید کړي. په دي صورت کې یې، دا عمل د سرغړونی په توګه محاسبه کېږي.

د اوبو میتر سرغچ: د مشترکینو میتر باید سرغچ ولري او سمه وي. که سرغچ میتر تخریب شي، سرغړونه محاسبه کېږي.

چپه ګرځول یا د میتر کشول: که پیرودونکی میتر په غلط ډول نصب کړي یا میتر وښکي، دا هم د سرغړونه په توګه محاسبه کېږي.

د پیرودونکی د نل اندازه بدلول په غیر قانوني ډول: هر ډول غیر قانوني بدلون د پیرودونکی په نل کې، د سرغړونی  په توګه محاسبه کېږي.