rtl
په لومړي ځل په
کابل کې د اوبو رسولو شبکه په کال 1258 ه ش د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د ابن
سینا روغتون شاته پرتې چینې څخه په ګټې اخیستنې جوړه شوه. او د 1293 تر 1298 کلونو
په جریان کې د امیر حبیب الله خان په دوران کې د پغمان کارېزونو اوبه به د کابل ښار
توزیعې نلونو له لارې لېږدېدې او له هغه ځایه به د ښار مرکز اوبو رسولو کې ورڅخه ګټه
اخیستل کېده. له هغې وروسته د اوبو رسولو خدمتونه د هیواد په نورو لویو ښارونو لکه
هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار او نورو کې له 1348 ه ش کال را په دېخوا پیل
شول.
په هیواد کې د
اوبو رسولو خدمتونو د تنظیم په موخه د 1353/12/01 نېټې 1224 ګڼې فرمان په اساس د
اوبو رسولو او کانالیزاسیون تصدۍ تګلاره تصویب شوه او د 1354/03/15 نېټې 301 مې ګڼې
له مخې په رسمي جرېدې کې خپره شوه. یاده تصدي د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي
مقام د 1384/11/05 نېټې 130 ګڼې فرمان او وزیرانو شورا د 1384/10/18 نېټې 36 مې ګڼې
مصوبې پر اساس په 1388 کال کې د جایداد د تصفیې وروسته د اوبو رسولو او کانالیزاسیون
تصدۍ څخه د افغانستان ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت په نوم د دولت یو
سهامي شرکت په توګه د شخصیت حقوقي تغییر وکړ.
په دې اخره کې د
کابینې د 18 لیندۍ 1399 نېټې 27 ګڼې مصوبې او جمهوري اسلامي افغانستان عالي مقام د
30 لیندۍ 1399 نېټې 2647 ګڼې حکم پر اساس د شرکت نوم (د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو دولتي شرکت) ته تغییر شو.
دا اداره د څښاک
پاکو اوبو چوپړونو په وړاندې کولو او د فاضلابو مدیریت په برخه کې د هېواد په ښاري
او نیمه ښاري سیمو کې فعالیت لري. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو اماراي شرکت د دغې
لیدلورې (د څښاک پاکو اوبو او فاضلابو چوپړونو ته د هر ښاري او نیمه ښاري وګړي
لاسرسی) سره عملاً په 22 ولایاتو او 11 ولسوالیو کې چوپړونه وړاندې کوي.
په راتلونکي کې:
د اوبو رسولو او فاضلابو په برخو کې د موثرو چوپړونو وړاندې کولو په موخه د هېواد ټول
ښاري او نیمه ښاري سیمې تر خپل پوښښ لاندې راوستل.
ماموریت: د
افغانستان ټولو ښاري او نیمه ښاري وګړو ته د اوبو استخراج، تصفیه، زېرمه او په ټوله
کې د څښاک پاکو اوبو چوپړونو وړاندې کول او د فاضلابو سیسټمونو جوړول د دغې ادارې
له اړینو ماموریتونو څخه شمېرل کېږي.
موخې: ټولو ښاریانو
ته د څښاک پاکو اوبو او فاضلابو چوپړونه وړاندې کول او د کار زمینه برابرول.