rtl
په دې توګه، د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې په
اساس، خلکو ته خبر ورکول کیږي چې د امارتي
شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست
په پام کې لري چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د زونونو د اړتیا وړ ۲۵۰۰۰ (پنځه
ویشت زره) عدده دروازې پلیټونو د جوړولو او تدارکاتو قرارداد، چې اړوند خدمات او
انتقال یې هم د اکمال کوونکي پر غاړه دی، د UWASSC-SOC/1404/NCB/G/012
داوطلبۍ له لارې محترم «ګلاب الدین
خانزاده» تجارتي او لوژستیکي شرکت ته چې د
جواز شمېره D-14195
او پته یې کابل ولایت، قوای مرکز، نجیب زراب مارکیټ ده، ورکړي. د دې پروژې مجموعي
بیه ۶۶۹,۰۰۰.۰۰ (شپږ سوه او نهه شپېته زره) افغانۍ ده.
هر هغه حقیقي او حکمي شخص چې په دې برخه کې
اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه د دې اعلان له خپرېدو نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې
په لیکلي ډول او د اسنادو او دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې (۵۰) مادې د احکامو
مطابق، د کابل ښار اتمې ناحیې، سرتپه کارته نو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، او
تر هغه وخته چې پورتنۍ موده پوره نه شي او نورې قانوني پروسې ترسره نه شي، د
قرارداد عقد به نه ترسره کیږي.