rtl

خبرتیاوې


کورپاڼه | خبرتیاوې | 0



0


د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست، له ټولو هغو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې د داوطلبۍ قانوني شرایط پوره کوي، بلنه کوي تر څو د لاندې پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

لومړی لات (برخه) : د کندهار ښار د لومړۍ او دوهمې ناحیې د اوبو رسولو شبکې د پایپونو د تعویض پروژه.

دوهم لات (برخه) :د مزارشریف ښار د کارته شفاخانه د اوبو رسولو شبکې د تعویض پروژه.

درېیم لات (برخه) :د سرپل ولایت د «چشمه شفا» د اوبو رسولو د ۱۲۵ ملي متره قطر لرونکي انتقالي پایپ د تعویض پروژه، چې اوږدوالی یې ۳ کیلومتره دی او د مزارشریف زون پورې تړاو لري.

یادې پروژې د(UWASS-SOC/1404/NCB/W/008) داوطلبۍ د شمېرې  لاندې اعلان شوې دي.

په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د اړوند شرطنامې نقل د (۱۰۰۰) زر افغانيو په غیر قابل استرداد بدل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه تر لاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د مندرجاتو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په مهر او لاک شوې بڼه، د اعلان له خپرېدو څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته چې د کابل ښار اتمه ناحیه، کارته نو سرتپه کې موقعیت لري، وسپاري.

هغه آفرونه چې ناوخته ورسېږي او یا د انټرنېټ له لارې وړاندې شي، په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د یادو پروژو د آفرپرانیسنې غونډه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په شرطنامه کې درج ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره کېږي.

د آفر تضمین:

د لومړي لات لپاره: د بانکي تضمین لیک یا نغدي پیسې د ۱۴۰,۰۰۰ (یو لک او څلوېښت زره) افغانيو په اندازه.

د دوهم لات لپاره: د بانکي تضمین لیک یا نغدي پیسې د ۲۵۵,۰۰۰ (دوه سوه پنځه پنځوس زره) افغانيو په اندازه.

د درېیم لات لپاره: د بانکي تضمین لیک یا نغدي پیسې د ۵۰,۰۰۰ (پنځوس زره)افغانيو په اندازه.