rtl
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي ریاست له ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي، تر څو د لاندې پروژو
د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي :لومړی لاټ (برخه):د شرکت اجرائیوي ریاست مرکزي
دفتر لپاره د اړتیا وړ لمریزې برېښنا د تدارک او نصب پروژه دوهم لاټ (برخه):د کابل زون اړوند د بګرامۍ پمپ
سټېشن تولیدي ساحې لپاره د اړتیا وړ لمریزې برېښنا د تدارک او نصب پروژه درېیم لاټ
(برخه):د مزارشریف زون اړوند د اوبو رسولو تولیدي ساحو لپاره د څلورو (۴) حلقو ژورو څاګانو
د اړتیا وړ لمریزې برېښنا د تدارک او نصب پروژه څلورم لاټ (برخه):د جلالاباد زون
اړوند، د جلالاباد ښار د نمبر 8 او 10 څاګانو، همدارنګه د نمبر 2 او 3 څاګانو او
د لغمان ولایت د مهترلام ښار د بوسترپمپونو لپاره د لمریزې برېښنا د تدارک او نصب
پروژه یاده داوطلبــــي د لاندې شمېرې لاندې ثبت شوې ده:
UWASS-soc/1404/NCB/G/006 د شرایط وړ داوطلبان
کولای شي چې اړوند شرطنامه د شرکت د تدارکاتو آمریت څخه د (۱۰۰۰) زره افغانیو په بدل کې تر لاسه کړي، او
خپلې آفرپاڼې باید د شرطنامې د شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې
په سربسته ډول د اعلان له نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سهار ۱۰:۰۰
بجو مخکې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې په
کابل ښار، اتمه ناحیه، کارته نو، سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري.
د
آفر پرانستلو غونډه به د شرطنامې د نېټې سره سم، د سهار په لسو بجو د شرکت د اجرائیوي
ریاست په کنفرانس خونه کې ترسره شي.
د آفر تضمین کچه:
لومړی لاټ: د بانک تضمین لیک یا نغدې پیسې — ۱۷۰,۰۰۰
افغانۍ
دوهم لاټ: د بانک تضمین لیک یا نغدې پیسې — ۳۲۰,۰۰۰
افغانۍ
درېیم لاټ: د بانک تضمین لیک یا نغدې پیسې — ۶،۰۰۰
افغانۍ
څلورم لاټ: د بانک تضمین لیک یا نغدې پیسې — ۱۳۰،۰۰۰
افغانۍ