rtl

خبرتیاوې


کورپاڼه | خبرتیاوې | 0



0


د بشپړو لوازمو لرونکو د اوبو میټرو او واحد میټرو د تهیه او تدارک پروژه

د دواطلبۍ شمیره: NPD/UWASS/1404/NCB/G-3071

د ا.ا.ا د چارو د عمومي ادارې اړوند د ملي تدارکاتو ریاست ، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست په استازیتوب، ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د پورته یادې شوې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي د یادې داوطلبۍ د شرطنامې سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له رسمي وېب‌سایټ څخه د لاندې لینک له لارې ترلاسه کړي:

https://tenders.ageops.af/prs/bid-opportunities-notices

داوطلبان مکلف دي چې خپلې آفرې د شرطنامې د مندرجو شرایطو سره سم، په مهر او لاک شوي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې تر ۲۸ مې نېټې، د سهار تر لسو بجو ۱۰:۰۰ ق.ظ  پورې، د ملي تدارکاتو ریاست د آفرګشایۍ د تسهیلاتو سکرتریت آمریت ته وسپاري. یاد آمریت د اسلامي امارت د چارو د عمومي ادارې د مرمرینې ماڼۍ تر څنګ، په پښتونستان واټ، کابل – افغانستان کې موقعیت لري.

هغه آفرې چې له ټاکلي وخت وروسته ترلاسه شي، او همدارنګه هغه آفرې چې د انټرنېټ له لارې وړاندې کېږي، د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۴ کال د جدي میاشتې په ۲۸مه نېټه، د سهار په لسو بجو ۱۰:۰۰ ق.ظ، د ملي تدارکاتو ریاست د هندوکش په تالار کې، چې د اسلامي امارت د چارو د عمومي ادارې د مرمرینې ماڼۍ تر څنګ، په پښتونستان واټ، کابل – افغانستان کې موقعیت لري، ترسره شي.

د اړتیا سره سم، داوطلبان کولای شيد برېښنالیک او اړیکو شمېرې له لارې له اړوندې مرجع سره اړیکه ونیسي او خپلې پوښتنې حل کړي:

برېښنالیکونه:

npd.bidding1@gmail.com

planningnpa@gmail.com

npd.ppia@aop.gov.af

د اړیکې شمېره:

0202143274