rtl
د تدارکاتو د قانون د (۴۳)مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، په دې
توګه ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د بېلابېلو ډولونو د فلټر بابونو د تدارک پروژه، چې
د یاد شرکت د اجرائیوي ریاست د مرکز او زونونو د اړتیاوو لپاره ده، له اړوندو
خدماتو سره (لیږد)، د UWASSC-SOC/1404/NCB/G/014 د داوطلبۍ شمېرې له مخې، د وحدت لوژستیکي خدماتو محترم شرکت ته،
چې د 39244 جواز لرونکی دی او پته یې د کابل ښار، لسمه ناحیه ،شهر نو، د حاجي
یعقوب څلورلارې ده ، د 1,371,105 (یو میلیون، درې سوه یو اویا زره او یو سل
او پنځه) افغانیو ټولیز مبلغ په بدل کې
قرارداد کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کومه نیوکه ولري،
کولای شي خپله نیوکه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې،
په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
اجرائیوي ریاست ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو په سرتپه کې موقعیت
لري، د تدارکاتو د قانون د (۵۰) مادې له احکامو سره سم، وسپاري.
یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د عقد معنا نه لري، او تر هغې
چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه نه شي او اړوند قانوني پړاوونه ترسره نه شي، قرارداد
به منعقد نه شي.