rtl

خبرتیاوې


کورپاڼه | خبرتیاوې | 0



0


د تدارکاتو د قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې پر بنسټ، په دې توګه عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د ۴۱ عدده د اوبو پمپونو د تدارک پروژه، چې د کابل، کندهار، هرات، جلال‌آباد، مزارشریف، کندز او زرنج زونونو د اوبو رسولو او فاضلابو ریاستونو د اړتیاوو لپاره ده، له اړوندو خدماتو سره (چې لیږد یې د اکمال کوونکي پر غاړه دی)، د UWASSC-    SOC/1404/NCB/G/004  د داوطلبۍ شمېرې له مخې، د نور متین احمدي لوژستیکي خدماتو محترم شرکت ته، د D-43114 جواز لرونکي، د کابل ولایت، قوای مرکز، پارک مارکیت، کور نمبر ۲۵ په پته، د ټولیز مبلغ ۷,۷۶۴,۷۰۰ (اووه میلیونه، اووه سوه څلور شپېته زره او اووه سوه) افغانیو په بدل کې، قرارداد ورکړ.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو په سرتپه کې موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د (۵۰) مادې له احکامو سره سم، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک معنا نه لري، او تر هغې چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه نه شي او قانوني پړاوونه ترسره نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.