rtl

دولایاتو د هماهنګۍ آمر


کورپاڼه | دندې | دولایاتو د هماهنګۍ آمر



د پای نېټه:

20th-May-2026


د دندې ځای kabul
کټګوري Engineering
د قرارداد بڼه 1
ویکنسي نمبر 1
د دندو شمېر
جنسیت نارينه
د قرارداد موده Not specified
کاري تجربه 3+ years کال
د استولو ایمېل jobs@uwass.gov.af


---

د دندې لنډیز (Job Summary)

د دې دندې هدف د زونونو او ثانوي واحدونو سره د اړیکو ټینګول او همغږي کول دي، د پروګرامونو او فعالیتونو د تطبیق لپاره لارښوونه، ملاتړ او څارنه په ولایتي کچه.

---

اساسي دندې او مسؤلیتونه

1. د زونونو د اجرااتو دوامداره او نوبتي څارنه او کنټرول
2. د صلاحیت لرونکو مقاماتو د فرامینو، مصوبو او پرېکړو د تطبیق راپور وړاندې کول په اړوندو مدیریتونو او آمریتونو کې
3. د عملیاتي ریاست د پلانونو، طرزالعملونو او میکانیزمونو ویشل شپږو زونونو ته
4. د زونونو او ثانوي واحدونو د ستونزو د حل لپاره د پروپوزلونو ترتیب او د بهرنیو موسسو څخه د اوبو رسولو مرستو ترلاسه کول
5. د زونونو او د هغوی د ثانوي واحدونو ترمنځ همغږي رامنځته کول
6. د زونونو د ستونزو تعقیب د نورو مرکزي ریاستونو سره
7. د زونونو د ستونزو حل ته رسیدګي د عملیاتي ریاست د پرېکړې او هدایت وروسته د مالي او تدارکاتي ریاست په همغږۍ سره
8. د اضطراري پروژو د ملاتړ اسنادو چټک طی مراحل لپاره اسانتیا رامنځته کول او د مرکزي ریاستونو سره د ستونزو تعقیب
9. د ریاستونو او ثانوي واحدونو ترمنځ د تفاهم لیکونو ترتیب
10. د زونونو او اړوندو مدیریتونو د اجرااتو منظم راټولول، یوځای کول او راپور وړاندې کول
11. د عملیاتي ریاست د ټولو اسنادو معیاري تنظیم
12. د هدایاتو تعقیب او د ټولو واحدونو د تطبیق راپور وړاندې کول
13. د اداري مکاتیبو د سم تطبیق څارنه او ډاډ ترلاسه کول
14. د بهرنیو شرکتونو او موسسو سره همغږي د اوبو رسولو په برخه کې د مرستو لپاره
15. د داخلي او بهرنیو اسنادو تنظیم په کمپیوټر او اړوندو دوسیو کې
16. د عملیاتي رئیس د هدایت وروسته د مکاتیبو، وړاندیزونو او استعلامونو لیکل
17. د آمر عطا نورې لارښوونې ترسره کول

---

مدیریتي دندې

1. د فرامینو، مصوبو او پرېکړو د تطبیق راپور وړاندې کول
2. د عملیاتي ریاست پلانونه، طرزالعملونه او میکانیزمونه شپږو زونونو ته ویشل
3. د زونونو او ثانوي واحدونو ترمنځ همغږي رامنځته کول
4. د ستونزو حل تعقیب د مالي، تدارکاتي او تخنیکي ریاستونو په همغږۍ سره

---

د همغږۍ دندې

دا برخه د شپږو زونونو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول شاملوي، په ځانګړي ډول د زرنځ ښار د اوبو رسولو سیستم، د پروګرامونو ملاتړ او نظارت، او د فعالیتونو د تطبیق په ټولو سطحو کې.

---

د استخدام شرایط

تحصیلي سند
لږ تر لږه لیسانس یا معادل سند په لاندې برخو کې
انجنیري، سیول انجنیري، برقي انجنیري، د اوبو رسولو انجنیري
له داخلي یا بهرنیو معتبره تحصیلي مؤسساتو څخه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي وي

کاري تجربه
لږ تر لږه درې کاله کاري تجربه

مهارتونه
د اړوندې برخې د پالیسیو د تطبیق وړتیا
په ملي ژبو (پښتو یا دري) تسلط
د کمپیوټر مهارتونه په Microsoft Office پروګرامونو کې

---

د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې

علاقمندان باید خپل CV د غوښتنلیک لیک سره یوځای د لاندې ایمیل پتې ته د اعلان تر ختمېدو مخکې واستوي
په ایمیل کې باید د بست نوم او د بست کوډ ذکر شي، که نه نو غوښتنلیک به ونه منل شي
له ټاکلې نېټې وروسته CV نه منل کېږي
یوازې هغه کاندیدان چې شرایط پوره کړي د تحریري امتحان او مرکې لپاره بلل کېږي
کاندیدان کولای شي تر درې ورځو پورې وروسته له ختمېدو اعلان څخه خپل CV حضوري ډول د کارکوونکو چارو ته وسپاري