rtl
29th-May-2026
| د دندې ځای | kabul |
| کټګوري | Engineering |
| د قرارداد بڼه | 1 |
| ویکنسي نمبر | 1 |
| د دندو شمېر | |
| جنسیت | نارينه |
| د قرارداد موده | Permanent |
| کاري تجربه | 3 years کال |
| د استولو ایمېل | jobs@uwass.gov.af |
## د دندې لنډیز
د پروژو د نظارت او تطبیق آمر د لومړنیو سروېګانو په همکارۍ او د اوبو رسولو اړوندو چارو د پرمخ وړلو مسؤلیت لري. په دې دنده کې د موجوده سیستمونو پراختیا، د نوو سیستمونو جوړول، تفصیلي ډیزاین، د لګښت اټکل، د کارونو د حجم ترتیب، تخنیکي مشخصات او د اوبو رسولو شبکو، پایپونو، زېرمو، ټانکونو، څاګانو، د اوبو تصفیې تاسیساتو، پمپونو، تحویلخانو او دفترونو نظارت شامل دي.
## اساسي دندې او مسؤلیتونه
1. په ټول هېواد کې د شرکت د ساختماني پروژو د فعالیتونو کنټرول او تطبیق
2. د پروژو د پیل څخه تر بشپړېدو پورې همغږي
3. د پروژو د ټیم رهبري او مدیریت
4. د کاري ساحې، کیفیت او لګښت څارنه
5. د پروژو پرمختګ څارل او اصلاحي اقدامات ترسره کول
6. غونډې جوړول او د پرمختګ اسناد ترتیبول
7. له داخلي واحدونو، زونونو او شریکانو سره همغږي
8. د پروژو د پرمختګ راپورونه ترتیبول
9. د پروژو د مدیریت عصري تخنیکونه کارول
10. د پروژو د اجرا او مدیریت ملاتړ
11. تخنیکي لارښوونه او د کیفیت کنټرول
12. د قرارداد او بودجې مطابق د پروژې بشپړول
13. د پرمختګ د تعقیب تفصیلي پلان جوړول
14. د بدلونونو مدیریت لپاره مناسبې لارې چارې کارول
15. د پروژو د فعالیت ارزونه
16. د خطرونو او ګواښونو کمول
17. د قراردادي شرکتونو انوایسونه ارزول
18. د پروژو منظمې ساحوي لیدنې
## مدیریتي دندې
1. میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان ترتیبول
2. میاشتني، ربعوار او کلني راپورونه وړاندې کول
3. نورې سپارل شوې دندې ترسره کول
## د همغږۍ دندې
1. د زیردستانو لارښوونه او د کار کیفیت یقیني کول
2. له زونونو سره اړیکه او د تخنیکي اسنادو ارزونه
## د استخدام شرایط
په سیول انجینرۍ، ساختماني انجینرۍ، د اوبو رسولو انجینرۍ یا اړونده برخه کې د لیسانس سند
لوړې تحصیلي درجې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي
## کاري تجربه
لږ تر لږه ۳ کاله اړونده کاري تجربه
## مهارتونه او وړتیاوې
د ادارې له بېلابېلو برخو سره د کار وړتیا
د دوامدار کار او ولایتونو ته د سفر توان
د پلان جوړونې له معیارونو سره بلدتیا
په دري یا پښتو ژبو تسلط او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا
په اړوندو تخنیکي کمپیوټري پروګرامونو مهارت
## د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې
علاقهمندان دې خپل CV او غوښتنلیک لیک د اعلان تر پای نېټې مخکې ټاکلي برېښنالیک ته واستوي.
د برېښنالیک په موضوع کې باید د بست نوم او کوډ نمبر ولیکل شي.
د اعلان تر پای نېټې وروسته رسېدلي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
یوازې هغه نوماندان چې شرایط پوره کړي وي، د ازموینې او مرکې لپاره به وربلل کېږي.
هغه نوماندان چې د اعلان موده یې له لاسه ورکړې وي، کولای شي تر درې نورو ورځو پورې خپل CV حضوري د کارکوونکو چارو څانګې ته وسپاري.