``` د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت (UWASS)


د ولایتونو او ولسوالیو د همغږۍ آمر

د دندې تشریح

د دندې لنډیز

د دندې موخه د زون ریاست او د ولایتونو او ولسوالیو د ټولو اړوندو اداري واحدونو ترمنځ همغږي رامنځته کول، د اړوندو اداري واحدونو د غیرقانوني اجراآتو مخنیوی، د اداري او عملیاتي لګښتونو دوامداره څارنه، د عوایدو زیاتوالی او د خدمتونو د کچې لوړول دي.

اساسي دندې او مسؤلیتونه

د اساسي دندې او مسؤلیتونه

۱. په اړوندو آمریتونو او مدیریتونو کې د باصلاحیته مقاماتو د فرمانونو، مصوبو او پرېکړو د پلي کېدو په اړه راپور ورکول.

۲. د ولایتي اوبو رسولو آمریتونو او د ولسوالیو د اوبو رسولو مدیریتونو د وړاندیزونو، غوښتنلیکونو او حوالو تعقیبول.

۳. د ولایتي آمریتونو او اړوندو مدیریتونو د اجراآتو منظم راټولول، یوځای کول او راپور ورکول.

۴. د تر امر لاندې کارکوونکو د حاضري څارنه.

مدیریتي دندې

۱. د میاشتنیو، ربعوارو او کلنیو پلانونو او راپورونو ترتیبول.

۲. د ولایتونو او ولسوالیو د اړوندو آمریتونو او مدیریتونو د اجراآتو نوبتي او دوامداره کنټرول او څارنه.

۳. د ریاست مقام په مشوره د ولایتي آمریتونو او د ولسوالیو د مدیریتونو د کارکوونکو د ترفیع، تشویق، انفکاک او تبدیلۍ په اړه وړاندیزونه وړاندې کول.

۴. د ریاست مقام د قانوني لارښوونو اطاعت او د نورو قانوني هدایتونو پلي کول.

د همغږۍ دندې

۱. د ریاست مقام د اړینو اوامرو او لارښوونو اړوندو ولایتي آمریتونو او مدیریتونو ته رسول.

د استخدام شرایط

تحصیلي شرایط

د انجینرۍ، مالي او محاسبوي چارو، حقوقو، اقتصاد، سوداګرۍ ادارې، عامه ادارې، ادبیاتو او کرنې په برخو کې د لیسانس سند لرل اړین دي. لوړو تحصیلي درجو لرونکو نوماندانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه

د یاد بست اړوند لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه لرل.

اړین مهارتونه

د اړوندې برخې د پالیسۍ د پلي کولو وړتیا.

په یوه رسمي ملي ژبه، پښتو یا دري، او انګلیسي ژبه تسلط.

د پلان جوړونې، راپور لیکنې، څارنې او ارزونې، انجینرۍ، انټرنېټ او نورو نوې ټکنالوژیو اړوند مهارتونه.

### د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې

نوماندان دې خپل خلص سوانح یا CV له غوښتنلیک لیک او د اعلان شوې دندې اړوند وړتیاوو له معلوماتو سره یوځای لاندې برېښنالیک ته د بست د اعلان د پای نېټې تر مخه واستوي.

د برېښنالیک په موضوع کې باید د بست نوم او کوډ ولیکل شي، که نه غوښتنلیک به ونه منل شي.

یادونه: له ټاکلې پای نېټې وروسته ترلاسه شوي CV ګانې د ارزونې وړ نه دي.

یوازې هغه نوماندان چې د استخدام شرایط پوره کړي او غوښتنلیکونه یې د پورته معیارونو مطابق وي، د تحریري ازموینې او مرکې لپاره به راوبلل شي.

د بست کوډ: KNDZ/34/SBU

مهمه یادونه: هغه نوماندان چې د بست د اعلان موده یې له لاسه ورکړې وي، کولای شي د خپلې لېوالتیا له مخې خپل CV یا خلص سوانح د اعلان د پای نېټې تر درېیو ورځو پورې په حضوري ډول د کارکوونکو چارو څانګې ته وسپاري.