د شاه او عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد تړون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت لاسلیک شو
کابل ښاریانو ته د اوبو رسولو خدمتونو د پراختیا او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په موخه، د شاه و عروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد پروژې تړون د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت او د پکتیا موج اوبو رسولو خصوصي شرکت د مسؤلینو په حضور کې لاسلیک شو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، په دې مراسمو کې د یادې پروژې د اهمیت او د اوبو رسولو خدمتونو د ښه والي په برخه کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره به د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو د وېش زمینه برابره شي.
ورپسې، د امارتي شرکتونو لوی رئیس، ښاغلي مولوي احمدجان بلال، د یاد تړون د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت د پرېکړې له مخې، انکشافي پروژې په دوو کاري شیفټونو کې پلې کېږي او په ورته وخت کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پروژو د تطبیق چارې روانې دي. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د پروژو د تطبیق دا ډول چټکې کاري تګلارې ساری په تېرو څو لسیزو کې په هیواد کې نه لیدل کیږي.
همدارنګه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سوداګریز رئیس، ښاغلي انجنیر عبدالـمتین مطمئن، د یادې پروژې د جزئیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه پروژه د عامه او خصوصي مشارکت په چوکاټ کې، د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د اوومې مصوبې د څلورم بند او د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د (۳۰۵۳/۱۱۰۲) شمېر حکم پر بنسټ پلې کېږي. د نوموړي په وینا، د دې پروژې د سروې، ډیزاین، تطبیق او ګټې اخیستنې مسؤلیت د پکتیا موج اوبو رسولو خصوصي شرکت ته سپارل کېږي، چې د آزادې سیالۍ له لارې ټاکل شوی دی.
د شرکت د سوداګریز رئیس د معلوماتو له مخې، د دې پروژې په ترڅ کې به په یوه ثانیه کې ۱۰۰ لیتره سطحي اوبه د شاه او عروس بند څخه او شاوخوا ۱۰۰ لیتره اوبه په یوه ثانیه کې له پنځو څاګانو څخه د کابل ښار اوولسمې ناحیې ته ولېږدول شي. په دې توګه به په یوه ثانیه کې ټولټال ۲۰۰ لیتره اوبه یادې ناحیې ته انتقال شي. د دې پروژې اټکلیز لګښت شاوخوا یو میلیارد افغانۍ دی.
د دې پروژې تطبیق د اوبو رسولو د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا، د خصوصي سکټور د پانګونې د راجلبولو او له سطحي اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.