د آلمان په همکارۍ د اوبو رسولو د نیمګړو پروژو د بشپړولو د لارو چارو ارزونه.
د اوبو رسولو
خدمتونو د پراختیا، د نیمګړو پروژو بشپړولو او د نړیوالو همکاریو د پراختیا په
موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست په مقر کې د دغه
شرکت د حقوقي سلاکار، مرکزي رئیسانو او د آلمان د اوبو رسولو شرکتونو د استازو په ګډون
غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د
ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسؤلینو د جلا جلا پریزنټېشنونو له لارې
هغه پروژې معرفي کړې، چې په تېرو وختونو کې د آلمان له شرکتونو او بنسټونو سره په
همکارۍ پیل شوې وې، خو اوس مهال غیر فعالې دي. همدارنګه، د پلي کېدو لپاره چمتو شوې
هغه پروژې هم د آلمان شرکتونو استازو ته وړاندې شوې، چې د ملاتړ او تمویل جلب ته اړتیا
لري.
د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دغه شرکت د ټولو هغو بنسټونو
او سازمانونو د هر ډول همکارۍ هرکلی کوي، چې د خلکو د خدمت او هېوادوالو ته د څښاک
پاکو او صحي اوبو د برابرولو په موخه فعالیت کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ
ته چمتو دی.
په دې غونډه کې
هوکړه وشوه، چې د آلمان شرکتونو استازي به له هغو آلماني بنسټونو او تمویلوونکو
سره، چې پخوا یې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت سره همکاري کړې ده، د
همکاریو د بیا پیل، د نیمګړو پروژو د بشپړولو او د نویو پروژو د پلي کېدو لپاره د
زمینې برابرولو په موخه خبرې او همغږي وکړي.
د ښاري اوبو
رسولو او فاضلابو امارتي شرکت هیله لري، چې د دغو همکاریو په پراختیا سره به د
اوبو رسولو د بنسټیزو تاسیساتو د پراختیا او هېوادوالو ته د څښاک پاکو او صحي اوبو
د خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په موخه د لا زیاتو همکاریو د جلب زمینه برابره
شي.