د کابل زون د اوبو رسولو ریاست د یوه اداري بست لپاره رقابتي ازموینه ترسره شوه

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کابل زون د اوبو رسولو ریاست د اجناسو د محاسبې عمومي مدیریت بست ته د ګومارنې په موخه رقابتي ازموینه ترسره کړه.

یاده ازموینه د شرکت د اداري رئیس شیخ سمیع‌الله نورستاني، د مالي او حسابي چارو رئیس ضیاءالحق همتي، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د استازي اتل منګل او د ازموینو کمېټې تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره شوه.

په دې رقابتي ازموینه کې ۱۵ تنو شرایطو برابرو نوماندانو ګډون کړی و. د تحریري او تقریري ازموینو له بشپړېدو وروسته به هغه نوماند چې د ازموینو کمېټې له لوري ټاکل شوي معیارونه پوره کړي، د یاد بست لپاره غوره او په دنده وګومارل شي.

دغه بهیر د روڼتیا د تأمین، د وړتیا پر بنسټ د ګومارنې د اصل د پلي کولو او د نوماندانو ترمنځ د سالمې سیالۍ د زمینې برابرولو په موخه، د اړوندو اصولو او کړنلارو سره سم ترسره شو.

د ازموینې د بهیر څارونکو مسؤلینو د روڼتیا او عدالت پر تأمین او د دندو او مسؤلیتونو د وړ او شایسته کسانو ته د سپارلو پر اهمیت ټینګار وکړ.