ښاغلی انجنیر عبیدالله شیرزاد د شرکت مالي سلاکار په توګه وټاکل شو
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاستالوزراء مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی انجنیر عبیدالله شیرزاد د یاد شرکت د مالي او حسابي سلاکار په توګه وټاکل شو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اداري رئیس، ښاغلي شیخ سمیعالله نورستاني، د نوي سلاکار د معرفي مراسمو پر مهال نوموړي ته مبارکي وویله او په ورسپارل شویو دندو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.
نوموړي وویل، چې دا څانګه د شرکت له مهمو برخو څخه ده او د مالي چارو په تنظیم، روڼتیا او د کاري بهیر په ښهوالي کې مهم رول لري.
ښاغلي شیخ سمیعالله نورستاني د اړوندو برخو ترمنځ پر همغږۍ، د مالي او حسابي اصولو او مقرراتو پر رعایت، د سرچینو پر سم مدیریت او د دندو پر صادقانه او مسؤلانه ترسره کولو ټینګار وکړ. نوموړي له نوي سلاکار څخه وغوښتل، چې د مالي او حسابي چارو د ښهوالي او د شرکت د موخو د ترلاسه کولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
په ورته وخت کې، ښاغلي انجنیر عبیدالله شیرزاد د رهبرۍ مقام او د شرکت د مسؤلینو له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د خپلو تجربو او وړتیاوو په کارولو سره به د مالي او حسابي چارو د ښهوالي او د شرکت د موخو د ترلاسه کولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي