د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د کارکوونکو لپاره د کویکبوکس سافټویر په برخه کې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو، د مالي او حسابدارۍ مدیریت سیسټم د ښهوالي او د اداري اجراآتو د چټکتیا په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د ۲۰ تنو اداري کارکوونکو لپاره د کویکبوکس (QuickBooks) سافټویر په برخه کې د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلامالرحمن کظیم، د دا ډول روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د معاصرو علومو او مهارتونو پر زدهکړه یې ټینګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې د شرکت د چارو د ښهوالي او پرمختګ لپاره اړینه ده، څو له نړیوالو علمي بدلونونو او ټکنالوژیکي پرمختګونو سره هممهاله حرکت وکړو او خپلې مسلکي پوهې او مهارتونه نوي کړو.
د شرکت اجرائیوي رئیس زیاته کړه چې ټول کارکوونکي باید په خپلو اړوندو برخو کې له لازمې مسلکي پوهې او تخصص څخه برخمن وي او خپلې دندې د بشپړې رښتینولۍ، امانتدارۍ او مسئولیتپذیرۍ له مخې، له هر ډول فساد او بېغورۍ پرته ترسره کړي؛ څو خلکو ته خدمت، د کاري مسئولیت ترڅنګ، د الهي رضایت د ترلاسه کولو وسیله هم وګرځي.
همدارنګه، د شرکت اداري رئیس، شیخ سمیعالله نورستاني، د دې روزنیز پروګرام د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کړل او مسلکي وړتیا، امانتداري او د مسئولیتونو پر خپل وخت ترسره کول یې د یوه کارکوونکي اساسي ځانګړنې وبللې. نوموړي ټینګار وکړ چې د نوې پوهې او مهارتونو زدهکړه د کارکوونکو د وړتیاوو په لوړولو، د امانتدارۍ په ساتلو او د کاري اجراآتو د بهیر په چټکتیا کې مهم رول لري.
د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز پروګرام درې ورځې دوام کوي او ګډونوال به په دې موده کې د کویکبوکس سافټویر له بېلابېلو برخو او په کاري چارو کې د هغه له عملي کارونې سره بلد شي.