rtl
1403-02-19
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي
شرکت د اجرایوي کمیټې ناسته د لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي په مشرۍ اجرایوي
کمیټې غړو، مرکزي رئیسانو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.
یاده ناسته چې د قرانکریم د سو مبارکو
ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه،
په پيل کې د شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د چارو د چټکتیا
په موخه وویل په کارونو کې ځنډ د منلو وړ ندی، او ټول کارونه باید د پلان مطابق په
ټاکلي وخت کې ترسره شي.
په پای کې د غونډې ګډونوالو له لورې په اجنډا کې د شاملو موضوع ګانو( د داغمه اجناسو، د لګښتونو کمولو او عوایدو لوړولو، د عوایدي سرچینو پلټنه ....) په اړه بحث د نظرونو تبادله، لازمې لارښونې او هراړخیز تصمیمونه ونیول شول.