rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لپا...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لپاره نوی رئیس معرفي شو

1403-06-27


د ښاغلي امیرالمؤمنین شیخ صاحب هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم په اساس، د امارتي شرکتونو د نظار هیئت رئیس مولوي احمد جان بلال له لورې د چارو ادارې  د نماینده ګانو، مخکیني رئیس انجنیر نعمت الله احمدي، مرکزي رئیسانو او امرینو په حضور کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لپاره مولوي صاحب غلام الرحمن کاظیم د نوي رئیس په توګه معرفي کړل شو.

یاد مراسم چې د قرانکریم د سو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شول؛ په پیل کې د امارتي شرکتونو د نظار هیئت رئيس ښاغلي مولوي احمد جان بلال د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د نوي رئيس د معرفۍ اړوند د ښاغلي امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم لوستلو ترڅنګ یاد شرکت یو له بریالیو او بنسټیزو امارتي شرکتونو څخه وباله او زیاته يې کړه: تغیرات او تبدیلي د اداراتو له اصولو څخه شمیرل کیږي، او د ښاري اوبو رسولو او امارتي شرکت د لاسته راوړنو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یې د مخکیني رئیس کړنې د ستایلو وړ وبللې او نوي رئیس ته یې د ښه خدمت دعا وکړه.

د غونډې په دوام کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مخکني رئيس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د تیرو کلنو په موده کې د شرکت دلاسته راوړنو، فعالیتونو، تکمیل شویو پروژو، تر کار لاندې پروژو، او تر پلان لاندې پروژو په اړه د لنډ راپور وړاندې کولو ترڅنګ، د نوي رئیس لپاره د مزید خدمت کولو هیله څرګنده کړه.

په پای کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت نوي رئیس مولوي غلام الرحمن کاظیم د ښاغلي امیرالمؤمنین حفظه الله له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه: د افغانستان مسلمان ملت ته د خدمت کولو په موخه به د شرکت خدماتو پراخولو کې هیڅ ډول هڅه ونه سپموم.