rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ناس...



د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت ناسته ترسره شوه.

1403-06-28


 هیوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو څرنګوالي او ورځنیو چارو کې د لا ښه همغږۍ په موخه د یاد ریاست په مقر کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د لوی رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه.

یاده ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کارونو په  ترسره کولو کې دقت او سرعت د شرکت موخو ته د رسیدو لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه: زمونږ ګران هیواد په تیرو ۴۰ کلونو کې د ډیرو ستونزو سره مخ وو چې اوس د الله تعالي پر ځانګړي فضل د هیواد د پرمختګ زمینه برابره شوې پرمونږ ده ترڅو په مسؤلیت منلو او سخت زیار هڅه وکړو ترڅو خپلو هیوادوالو ته د خدمت مصدر وګرځو.

د غونډې په دوام مرکزي رئیسانو د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او اداري چارو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ. په پای کې د شرکت لوی رئیس له لورې اړینې لارښونې وشوې