rtl
1403-07-10
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت لوی رئیس په مشرۍ د مرکزي او زونونو او امرینو په ګډون د ۱۴۰۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو د زونونو د چارو ارزونې او تحلیل په
موخه ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د قرانکریم د سو
مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت
لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د ښه راغلاست ترڅنګ د شرکت مسئولینو، مسؤلیتونو او صلاحیتونو څخه د سالمې او پر وخت ګټې اخیستنې په اړه وغږید، اوبه رسول یې مقدسه
دنده وبلله، او د اوبو رسولو خدماتو پراخوالي او د پيرودونکو د رضایت په لاسته راوړلو يې تأکید وکړ.
لوی رئیس یاده ناسته د اوبو رسولو
زونونو د خدماتو پر وړاندې د ستونزو او خنډونو د رفع کولو لومړی قدم وباله او زیاته
یې کړه: د ښاري اوبو رسولو شرکت لوی ریاست به د شبکو پراخوالي، ګټورو خدمتونو وړاندې
کولو او هیوادوالو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو کې به هيڅ ډول هڅه ونه سپموي.
په تعقیب یې د کابل، هرات، کندهار،
جلال اباد زونونو او زرنج ریاست په ترتيب د روان کال د لومړیو شپږ میاشتو د خپلو
تخنیکي، مالي او اداري، تجارتي، عملیاتي او تدارکاتي څانګو د لاسته راوړنو او کړنو
په اړه مفصل راپور وړاندې کړ په پای کې د مرکزي رئیسانو له لورې پوښتنې او نظرونه
مطرح شول او د زونونو رئیسانو له لورې ځواب ورکړل شو.