rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د سرپل ولایت د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو آم...



د سرپل ولایت د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو آمریت څخه د شرکت د لوی رئیس لیدنه

1403-07-16


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د ورسره تللي هیئت په ملتیا د سمنګان ولایت د ښاري اوبو رسولو آمریت له لیدنې وروسته سرپل ولایت ته ولاړ او د سرپل ولایت د ښاري اوبو رسولو له آمریت څخه یې لیدنه ترسره کړه.

په لومړي سر کې د شرکت لوی رئیس د سرپل ولایت د ښاري اوبو رسولو آمریت د مسؤلینو او کارمندانو سره جلسه ترسره کړه او د هغوی د کړنو راپورونه، فعالیتونه ، لاسته راوړنې، د اوبو د سرچینو وضیعت او ددغه ولایت اوسیدونکو ته د اوبو رسولو د چوپړتیاوو وړاندي کول، او همدارنګه وړاندیزونه او ستونزي چې دغه آمریت د اوبو رسولو ناحیي ته متوجه دي د اوريدلو ترڅنګ يې ژمنه وکړه چې په وخت سره به یې ټولو ستونزو حل په موخه کار کوي.

د لیدنې په دوام د شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د سرپل ولایت د اوبو د تولیدي، انتقالي، او توزیعي مرکزونو او همدارنګه د سرپل ولایت د نورو اوبیزو سرچینو څخه لیدنه وکړه، او د اوبیزو سرچینو د ساتنې او ښې ګټې اخيستنې او اسیدونکو ته په ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو یې ټنګار وکړ.