rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | نیمروز ولایت ته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو...



نیمروز ولایت ته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس سفر

1403-09-27


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم د دې شرکت د عملیاتي رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي په ملتیا د کندهار ولایت له سفر وروسته نیمروز ولایت ته لاړ او  د یاد ولایت له والي سره یې ولیدل.

په دغه لیدنه کې د شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د اوبو رسولو امارتي شرکت د لاسته راوړنو، پروژو او کړنو په اړه د ولایت مقام رهبرۍ ته مفصل معلومات وړاندې کړل، او د یاد ولایت اوسیدونکو ته د اوبو رسولو شبکو د پروژو پراختیا په برخه کې یې د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړه.

په همدې لیدنه کې د نیمروز ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد په داسې حال کې چې د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د رهبرۍ مقام او مسؤلینو د نه ستړی کیدونکو هڅو ستاینه وکړه، د یاد ولایت اوسیدونکو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو پر اهمیت خبری وکړې او یادونه یې وکړه چې ولایت مقام ښاریانو ته د څښاکو د پاکو اوبو په برابرولو کې دوامدارې مرستې ته تیار دی.

د ولایت مقام رهبرۍ له ملاقات وروسته د شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوی غلام الرحمن «کظیم» د زرنج ښار د اوبو رسولو د کار لاندې لویې پروژې او نورو تولیدي او توزیعي پروژو له تأسیساتو او په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د سرچینو څخه لیدنه وکړه او د اوبو رسولو د ښه چوپړتیاوو د لا ښه والې لپاره یې لازمې لارښوونې وکړي.