rtl
1403-09-28
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئيس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي د نیمروز
ولایت څخه وروسته د فراه ولایت له ښاري اوبو رسولو آمریت څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد
ولایت مقام رهبرۍ سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې د شرکت
لوی رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم د اوبیزو سرچینو، د شبکو پراختیا او فراه ښار اوسیدونکو
ته د چوپړتیاوو وړاندې کولو په اړه د یاد ولایت والي مولوي صاحب رهبر سره معلومات
شریک کړل.
د ولایت رهبرۍ مقام د یاد
ولایت د ښاري اوبو رسولو آمریت د هڅو ستایلو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د شبکو پراختیا او
نورو چارو کې به د دې آمریت سره لا زیاتې مرستې ولري.
په پای کې د شرکت لوی رئیس
د فراه ښار اوبو رسولو آمریت، اوبو رسولو شبکو، تأسیساتو او د اوبو تولیدي او توزیعې
مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه او د یاد آمریت کارکوونکو نظریاتو، وړاندیزونو او
ستونزو اوریدلو وروسته یې د چارو د لا ښه ترسره کیدو په موخه اړینې لارښونې وکړې.