rtl
1403-09-29
د هرات ولایت د شینډنډ
ولسوالۍ د «قلعه محمد» سیمې د اوبو رسولو انتقالي پایپ پروژه د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم»، د عملیاتي رئیس، د
هرات د اوبو رسولو زون رئیس، د یو شمیر امارتي مسؤلینو او قومي متنفذینو په شتون کې
افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغه مراسمو کې د ښاري
اوبو رسولو امارتي شرکت لوی رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن «کظیم» د یادي سیمې اوسیدونکو
ته د مبارکی ویلو ترڅنګ د هرات د اوبو رسولو زون مسؤلینو د دغې پروژي په هکله
معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: چې دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمیټې په
مرسته (۳) میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې ده؛ د دې پروژې په پرانېستلو سره به څه
باندې زر تنه مشترکین د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې
شبکې اوږدوالۍ (۳۵۰۰) مترو څخه زیات ده چې د تولیدي سایت څخه تر قلعه محمد سیمې
پوري د (۱۵۰) ملي قطرپه اندازه پلي شوي ده.