rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د غزني ښار اوبو رسولو آمریت څخه د لوی رئیس لی...



د غزني ښار اوبو رسولو آمریت څخه د لوی رئیس لیدنه

1403-10-05


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس مولوي غلام الرحمن کظیم د شرکت د عملیاتي چارو رئيس انجنیر نصیر احمد احمدي په ملیتا د سویل او لویدیځ زونونو له لیدلو وروسته د کابل زون مربوط د غزني ښار اوبو رسولو او فاضلابو آمریت، تأسیساتو، کاري څانګو، شبکو او د اوبو تولیدي او توزیعي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه.

د لیدنې په دوام کې د شرکت لوی رئیس د غزني ښار اوبو رسولو آمریت کارکوونکو اندونه، شکایتونه او وړاندیزونه واوریدل او چارو د لا ښه والي په موخه یې اړینې لارښونې وکړې.