rtl

خبرونه


کورپاڼه | خبرونه | د اوبو رسولو امارتي شرکت اداري سیستم په نويو...



د اوبو رسولو امارتي شرکت اداري سیستم په نويو نړیوالو سافټویرونو سبمالول

1403-10-24


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی محترم وزارت په مرسته خپل اداري سیستم په نویو نړیوالو سافټویرونو سمبالوي.

د دې سیسټم د لومړنۍ مرحلې د معرفي کولو غونډه د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د تجارتي رئیس ښاغلي انجنير عبدالمتین «مطمئن»، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی محترم وزارت د استازیو په شتون کې د ریاست ګوهر شاد بیګم په تالار کې ترسره شوه؛ یاد سیستم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی محترم وزارت د استازیو له لوري معرفي او د بیاکتنې لپاره پلی شو.

د شرکت د تجارتي رئیس ښاغلي انجینر عبدالمتین «مطمئن» په وینا د دې سافټویر په بشپړیدو سره به د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په مرکز او ولایتونو کې په دغه سیستم سمبال شي.